IQNA

د لبنان  د ۲۰۲۲کال په ټور کې د محمود شحات انور په زړه پورې تلاؤت

15:06 - March 02, 2022
د خبر لمبر: 3485480
تهران (ایکنا) د مصر یو مشهور او ځوان قاري محمود شحات انور  لبنان ته په سفر سره   ددغه هیواد په قرآني مرکزونو اود یني ټولنو کې د قرآن کریم ځیني آیتونه په ډير ښکلي انداز سره تلاؤت کړي دي .

ایکنا خبری اژانس  راپور راکړ ،د مصر دغه ځوان  قاری محمود شحات انور  په دغو شپو ورځو کې د ۲۰۲۲کال د  ټور په چوکاټ کې  لبنان ته سفر کړی او په دغه هیواد کې ئې تلاؤتونه د قرآن او تلاؤت د مینه والو او ګروهمنو له تاودۀ هرکلي سره مخ شوي دي .

 هغه د کب د میاشتې په شپږمه نیټه په بیروت کې په المجتبی (ع) کمپلیکس کې  په شتون سره د ضحی سورې تلاؤ کړی او د بیروت په شمالی ټاؤر کې په  شتون سره ئې هم د احزاب سورې آیتونه تلاؤت کړ ي دي .

 د مصر دغه محبوب قاري همداراز د کب د میاشتې په اوه مه نیټه د لبنان دامام رضا(ع) په کمپلیکس کې هم شتون درلود او د قیامت سورې ځيني آیتونه ئې د مینه په ټول کې تلاؤت کړل .

ددغو تلاؤتونو یو لنډ شان فلم هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4039521

captcha